Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

په سپین بولدک کې د افغان پوځ او پاکستانۍ ملېشې ترمنځ نښته پيل شوې

0
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه پېل شوې ده.


په کندهار کې د سرحدي ځواکونو د دريمي لوا درستيزوال ډګروال امين الله وایي چې نښته درې ساعته مخکي د سپين بولدک-ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو لخوا د اغزن سيم د مخنيوي په غبرګون شوې ده.


ډګروال امين الله وویل چې امنیتي ځواکونو سيمه کې د پاکستاني پوځيانو لخوا د اغزن سیم د غځولو مخنیوی کړی چې پاکستاني لوري ورباندې بريد کړی او وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.


د سرحدي ځواکونو دغه چارواکي وویل چې جګړه اوس هم روانه ده خو زيان نه لري.


پاکستان له نښتي وروسته د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ کې خپله دروازه د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.


پاکستاني لوري تر اوسه د جګړې په تړاو تبصره نه ده کړې.


-- 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса