Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

دانش: د رایو ورکولو مرکزونو کې د سرتېرو ځای پر ځای کول پیل شوي

0
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول افغانستان کې په انتخاباتي مرکزونو او محلونو کې د امنیتي ځواکونو د ځای پرځای کولو لړۍ پيل شوې ده.


د دغه وزارت ویاند نجیب دانش نن د دفاع وزارت او د غوڅ ملاتړ ماموریت له ویاندویانو سره په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې دغه کار د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره په مشوره شوی.


نوموړي زیاته کړه:


"نن سهار مو په ټول افغانستان کې د ځواکونو ځای پرځای کول پيل کړل، په ټولو مرکزونو او د رایو ورکړې په مرکزونو کې چې د انتخاباتو په ورځ به خلاص وي د امنیتي ځواکونو ځای پرځای کول پیل شوي دي."


نوموړی زیاتوي چې د انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره له ۵۰ زره زیات سرتېري ځانګړي شوي او دا هم وايي چې د اړتیا په وخت کې به په دغه شمېر کې نور هم زیاتوالی راشي.


د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو ګې ګډون وکړي او امنیت یې د دفاعي ځواکونو له لوري خوندي کېږي.


په ورته و خت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند کائټ پیټر انتخابات د افغانانو لپاره مهم بولي او وايي چې دوی به په امنیت کې نقش ادا کړي، خو د انتخاباتو د امنیت خوندیتوب به د افغانانو په لاس کې وي.


دا په داسې حال کې ده چې د روانې میزان میاشتې په ۲۸ په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات کیږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса