Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

پوهنې وزارت د یوې اوونۍ لپاره دولتي ښوونځي رخصت کړل

0
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، سر له سبا تر بلې دوشنبې پورې انتخاباتو ته د چمتووالي لپاره ټول دولتي ښوونځي رخصت وي.


د دغه وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل نن ازادي راډیو ته وویل د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره له مخکې تړون شوی چې زیاتر انتخاباتي حوزې به په ښوونځیو کې وي، نو د زده کوونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره دغه اقدام شوی:


"د دې لپاره چې په ډېری ښوونځیو کې انتخاباتي حوزې جوړېږي، له انتخاباتو سره د همکارۍ له مخې او د زده کوونکو د نه مزاحمت له امله سر له سبا تر بلې دوشنبې ټول دولتي ښوونځي رخصتېږي."


ښاغلی حقمل زیاتوي چې یوازې دولتي ښوونځي به رخصتیږي نه شخصي.


د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د مېزان په ۲۸ ترسره کېږي چې امنیتي ارګانونه وايي سر له نن یې انتخاباتي حوزو کې د ښه امنیت په هدف امنیتي سرتېري ځای پرځای کړي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса