Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا په مشرۍ پوځې ائتلاف غندلې

0
د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا په مشرۍ پوځې ائتلاف له دې کبله غندلې چې د رقه په ښار کې د داعش پر ضد د جګړې په ترڅ کې د ولسي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په منلو یا په‎دې برخه کې په کافي اندازه څېړنو کې پاتې راغلی دی. 


د سوریې پر رقه ښار د امریکا په مشرۍ ائتلاف له دې ښاره د اسلامي دولت د وسله‎والې ډلې د ایستلو لپاره هوايي بمبارۍ کړې وي.


په هغه راپور کې چې نن دوشنبه د بخښنې نړیوال سازمان خپور کړی په‎کې ویل شوي، د ائتلاف دا اقدامات په‎دې ښار کې د ژوندیو پاتې شوېو پر مخ څپېړه ده چې هڅه کوي بېرته خپل ژوند جوړ کړي.


د بخښنې د نړیوال سازمان منشي کومي نایډو وايي: دا ځورونکې ده چې پنټاګون حتی دې ته هم چمتو نه ښکاري چې د رقه په جکړه کې د سلګونو ملکیانو د وژنې له کبله بخښنه وغواړي.


پنټاګون چې ترې دې مخکې یې د بخښنې د نړیوال سازمان د څېړنې پر میتود انتقاد کړی و، په سېپټمبر کې په یوه بیان کې ویلي و، دوی په خپلو هوايي بریدونو کې په پوره دقت د اهدافو په نښه کولو ته دوام ورکوي، څو په سیمه کې په ملکي خلکو او تاسیساتو د دې عملیاتو اغېزې تر ټولو کم حد ته را ورسوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса