Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

عبدالله: پر احمد ولي هوتک د تېرې شپې حمله کوونکي دې ونیول شي

0
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته لارښونه کړې چې د فري فایټ یا ازادو سیالیو په اتل افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک د تېرې شپې حمله کوونکي ونیسي او ترې جدي څېړنې وکړي.


له دې سره د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د کابل پولیسو د پېښې په اړه جدي څېړنې پیل کړي.


د فري فایټ په مشهور افغان لوبغاړي تېره شپه د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند نامعلومو وسله والو برید وکړ.


په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د سخت ټپي کېدو عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ښاغلي هوتک وضعیت اوس د ډاډ وړ دی.


ټاکل شوې وه چې ښاغلی هوتک نن د روسي سیال پر وړاندې د سیالۍ لپاره سفر وکړي.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса