Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

په فرانسه کې ناڅاپي سېلابونو پنځه کسان وژلي

0
د فرانسې په جنوب کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو له کبله پنځه کسان وژل شوي دي.


تېره شپه د فرانسې په اوډ سیمه کې شدید بارانونه د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو سبب شول چې لږ تر لږه پنځه کسان یې وژلي دي.


د ژغورنې هليکوپټرې په سیمه کې د هوا ښه کېدو ته په تمه دي، څو د ژغورنې عملیات پیل کړي.


د اوډ د سیمې یوه لوړپوړي چارواکي الاین ټیریون ویلي دي، په سیلاب ځپلو سیمو کې یو شمېر کسان د خپلو کورونو بامونو ته پورته شوي او د اوبو د بهیر د تېزوالي له کبله هغو سیمو ته د کيښتیو ورتګ ممکن نه دی.


د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې دا کسان د هليکوپټرو په وسیله وژغورل شي.


د الاین ټیریون په وینا، اټکل کېږي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې به د اوبو سطحه نوره هم پورته شي.


د فرانسې په جنوب کې د اوډ سیمې ټول ښوونځي تړلي او له خلکو غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса