Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د بندیزونو یو نوی رژیم تأیید کړی

0
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د بندیزونو یو نوی رژیم تأیید کړی او هغه خلک هدف ګرځوي چې په نړۍ کې له کیمياوي وسلو کار اخلي.


د دوشنبې په ورځ دا پرېکړه به اروپايي ټولنې ته اجازه ورکړي چې پر هغو خلکو او بنسټونو د هغوی اړوند هېواد او ځای ته له پاملرنې پرته د پانګې د کنګلولو او وېزې بندیز ولګوي چې د کیمياوي وسلو په جوړولو او یا کارولو کې لاس ولري.


د اروپايي ټولنې وګړي هم اجازه نه لري چې د بندیزونو په لېست کې له شاملو کسانو سره مالي راکړه ورکړه وکړي.


اروپايي ټولنه دا پرېکړه وروسته له هغې کوي چې په سوریه کې د بشار الاسد رژیم په تکراري ډول کیمياوي وسلې وکارولې او د روسیې یو پخوانی جاسوس سرګي سکریپال او لور یې په مارچ میاشت کې د بریتانیا په سالسبوري کې مسموم شول.


لندن د دې کیمياوي برید پړه د روسیې پر حکومت اچولې، خو روسیې په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.


ویل کېږي چې د اروپايي ټولنې له خوا په دې لېست کې د خلکو پر شاملولو کار روان دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса