Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

ایران پر پاکستان د خپلو ۱۴ امنیتي سرتېرو د پیدا کېدو غږ وکړ

0
د ایران (ګارد سپاه پاسداران انقلاب) نن سې شنبه پر پاکستان غږ وکړ چې هغه مشکوک وسله وال چې د ایران د امنیتي ځواکونو ۱۴ غړي يې د دواړو هېوادونو له سرحدي سیمو تښتولي، پېدا کړي.


د سپاه پاسداران انقلاب ګارد په بیان کې ویل شوي:


"موږ د پاکستان له حکومته دا تمه لرو چې دا ترورېستي ډلې به چې د سیمې یوشمېر دولتونه یې ملاتړ کوي، پېدا کړي او برمته شوي ایراني ځواکونه به عاجل خوشې کړي."


د ایران د دولتي رسنیو په حواله نن سهار ۱۴ امنیتي ساتونکي چې د سپاه پاسداران انقلاب ګارد د استخباراتو د برخې دوه مامورین هم په کې وو، په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پاکستان پولې ته نېږدې وتښتول شول.


د ایران خبري اژانس ایرنا ویلي چې دا کسان نن سهار د څلورو او پنځو بجو په شااوخوا کې یوې ترورېستي ډلې تښتولي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса