Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

پاکستان له استرالیا د کرکټ د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله

0
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په ابوظبۍ ښار کې د استرالیا د کرکټ ملي لوبډلې ته په ۳۷۳ منډو ماته ورکړه وګټله.


د استرالیا او پاکستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ د ۲ ټیسټ لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د شنبې په ورځ پیل وشوه چې پاکستان پکې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.


د پاکستان لوبغاړو په خپلې لومړۍ پاړۍ کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو، د اوپنر فخر زمان او کپټان سرفراز احمد د ۹۴ـ۹۴ منډو پر مټ ۲۸۲ منډې جوړې کړې.


که څه هم د پاکستان لوبډلې په خپل لومړي اننګړ کې استرالیا ته د ډېرو منډو هدف نه و ورکړی، خو د استرالیا ټول لوبغاړي یې یواځې د ۱۴۵ منډو په جوړولو وسوځېدل.


په پاکستانيو بالرانو کې محمد عباس ۵، بلال اصف ۳ او یاسر شاه په لومړي اننګز کې د استرالیا ۱ لوبغاړی وسوځول.


د یادونې وړ ده چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله دا مهال د عرب اماراتو په دوره ده، چېرته چې د استرالیا او سویلي افریقې د کرکټ له ټیمونو سره د ټېسټ، شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса