Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

ربانی: پاکستان باید د کندهار او هلمند د پیښو عاملین ونیسي

0
د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتنه کړې چې په کندهار او هلمند کې د وروستیو خونړیو حملو دطراحانو او عاملانو د پېژندلو اونیولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.


 


د افغانستان د ولسمشر لوی سلاکار، فاضل فضلي پر ټوېټر لیکلي چې دا غوښتنه حکومت پردې اساس کړې چې د طالبانو رهبري په پاکستان کې ده.


فاضل فضلي لیکلي:


 "دا چې د هلمند او کندهار د بریدونو مسئولیت طالبانو اخیستی او دطالبانو رهبري په پاکستان کې اوسي، نو د دې بريدونو داصلي عاملانو اوطراحانو د پېژندلو او نیولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. "


 


دافغانستان دبهرنیوچارو وزارت د خبرپاڼې په حواله، دبهرنیوچارو وزیر صلاح الدین رباني پرون ، جمعه د اکټوبر۱۹مه، دا خبره د پاکستان دبهرنیوچارو وزیر شاه محمودقریشي ته کړې ده.


صلاح الدین رباني ویلي چې د انتخاباتوپه درشل کې په کندهار کې حملې مهمې پوښتنې را ولاړې کړې او دافغانستان حکومت د ځواب موندلو لپاره څېړنې پېل کړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса