Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د کورنیوچارو وزارت وايي په کندهار کې امنیتي وضعیت عادي شوی

0
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، په کندهار کې امنیتي وضعیت "عادي "شوی او اضافي ځواکونه ور استول شوي دي .


 


د کورنیوچارو وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمي پرون، جمعه د اکټوبر۱۹مه، ازادي راډیو ته وویل چې په کندهار کې د انتخاباتو د امنیت پر پلان کار روان دی:


 "همدا اوس په کندهار کې امنیتي وضعیت نورمال حالت خپل کړی او تازه نفسي ، کوماندو ځواکونه ور استول شوي، زموږ هیله دا ده چې په راتلونکو ورځوکې به هلته د ټولو انتخاباتي مرکزونو امنیت ونیسو. "


نصرت رحیمي وویل چې د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر رحمت الله اطرافي، موقتاً، د هغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرستي کوي.


د ښاغلي رحیمي په وینا، د افغانستان حکومت د کندهار د امنیه قوماندانۍ لپاره د مناسب کاندید په لټه کې دی. 


 


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون په کندهارکې د ولسي جرګې انتخابات یوه اونۍ ځنډولي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса