Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

ټرمپ: له خاشقجي سره شوی چلند د منلو نه دی

0
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، دا چې ریاض په لومړي ځل په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجې د مړیني خبر تایید کړ لومړنی ښه پرمختګ دی، خو وایي، هغه څه چې له خاشقجې سره شوي، د منلو نه دي.


سعودي عربستان په لومړي ځل نن ومنله چې د سعودي عربستان منتقد خبریال جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.


د سعودي عربستان دولتي رسنیو د چارواکو په حواله ویلي چې هغه یو بل ته د لاس اچولو او سوکانو د وهلو په نتیجه کې مړ شوی دی. 


خاشقجي د اکتوبر له دوهمې راهیسې له کله چې دی په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و، تری تم شو.


د سعودي دولتي رسنۍ د دې پېښې په اړه د سعودي څارنوالانو لومړنۍ څېرنې ته په اشارې سره ویلي چې د استانبول په قونسلګرۍ کې د خاشقجي او د نورو کسانو چې له هغه سره یې لیدل، خبره اړول شوې چې خبره د سوکانو ګوزارونو ته رسېدلې چې په نتیجه کې یې نوموړی وژل شوی دی.


څارنوالانو ویلي چې په دې اړه څېړنه روانه ده او اتلس کسان چې ټول د سعودي عربستان اتباع دي، توقیف شوي دي.


د سعودي عربستان عامه څارنوال وویل چې د دغې پېښې په خاطر د شاهي محکمې سلاکار سعید القحطاني او د استخباراتو مرستیال احمد اسیري له خپلو دندو لېرې شوي دي.


سعودي رسنۍ وایي چې پاچا سلمان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان تر څارنې لاندې د استخباراتو د عمومي ادارې د تشکیل د محدودلو امر کړی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса