Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

ټیفا: د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په اړه اندېښنه لرو

0
په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو بنیاد وايي، په انتخاباتي‌ مرکزونو کې د رأی ورکولو د بهیر ناوخته پیل سبب شو چې د دوی ناظرین له ستونزو سره مخامخ شي.


دې ادارې پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه په یوه بیان کې وویل چې په ۲۵ ولایتونو کې یې ۱۸۵ ناظرانو د مازدیګر له څلور نیمو بجو د ماښام تر نهو بجو انتخاباتي بهیر څارلی، خو د هوا له تيارې سره د هغوی ښځینه څارونکې مجبوره شوي چې کورونو ته ولاړې شي.‌


ټیفا په خبرپاڼه کې دا چې د انتخاباتو بهیر د یکشنبې ته اوږد شو شدیده اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي‌ چې دا کار درغلیو ته لاره جوړوي.


د انتخاباتو د څارنې دې ادارې د شنبې د ورځې په ټاکنو کې تخنیکي ستونزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ټاکنو د پایلې په اړه اندېښنه لري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса