Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

عراق کې د کُردستان ډيموراټيک ګوند انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ګټلي

0
د عراق د کُرد مېشتې سيمې واکمن ګوند د کُردستان ډيموراتيک ګوند په تېرو انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ګټلي دي.


د سيمې انتخاباتي کمېسيون وايي د سېپټمبر مياشتې په انتخاباتو کې د مسعود بارزاني ګوند ٤٥ څوکۍ او د کُردستان هېوادپال ګوند ٢١ څوکۍ ګټلي دي.


دغه انتخابات چې د سېپټمبر مياشتې پر ٣٠مه شوي وو، نتايج يې تېره شنبه وروسته له هغې اعلان شول چې د انتخاباتو کمېسيون د زرو انتخاباتي سرغړونو په اړه د شکايتونو څېړل بشپړ کړل.


د کُردانو تر ټولو لوى مخالف ګوند د بدلون غورځنګ په دغو انتخاباتو کې ١٢ څوکۍ ګټلې دي.


د عراق د بېلتون غوښتونکې سيمې کُردستان پارلمان ١١١ څوکۍ لري چې ١١يې د اقليت ډلو لپاره اختصاص شوي دي.


د کُردستان ډيموکراتيک ګوند او د کُردستان هېوادپال ګوند چې په ١٩٩٠يمو کلونو کې په خپلو کې جګړه کړې وه، په وروستيو کلونو کې د قدرت شريکولو لپاره ائتلافونه جوړ کړل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса