Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

ټرمپ: روسيې سره د سړې جګړې د وخت د وسلو د کنټرول له تړونه وځو

0
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امريکا به له روسيې سره د سړې جګړې د وخت د وسلو د کنټرول له تړونه ووځي.


ټرمپ دغه اعلان پرون په داسې حال کې وکړ چې د ملي امنيت سلاکار يې جان بولټُن مسکو ته روان شو.


ښاغلى بولټُن به د منځ-واټنه اټمي وسلو د کنټرول د تړون تر څنګ پر نورو موضوعاتو د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره خبرې وکړي.


ټرمپ د امريکا هغه تورونه چې له اوږدې مودې راهيسې يې لګوي بيا تکرار کړل چې مسکو ”له کلونو راهيسې“ له دغه تړونه سرغړونه کوي.


ولسمشر ټرمپ وويل، د دغه تړون له مخې چې په ١٩٨٧میلادي کال کې لاسليک شوى د امريکا متحد ايالتونه او روسيه د منځ-واټنه کروز ميزائيلو له لرلو، توليد او جوړولو منع کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса