Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

صیاد: د ولسي جرګې د انتخاباتو رأی شمېرنه به شفاف ترسره شي

0
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د ولسي جرګې د انتخاباتو رأی شمېرنه به شفاف او جدي ډول ترسره شي.


د دغه کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې هڅه کوي تورې او سپینې رأی سره بیلې کړي.


د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د شنبې او یکشنبې په ورځ له کندهار او غزني پرته د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول.


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسوولینو په خبره شاوخوا څلور میلیونه کسانو خپلې رأی وکارولې.


ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ په کندهار کې ټاکنې وشي، خو د غزني د انتخاباتو په اړه کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса