Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د کراچۍ پولیس له سیمه ییزو اوسیدونکو سره لاس او ګریوان شوي

0
د پاکستان د کراچۍ ښار پولیس له هغو سیمه ییزو اوسیدونکو سره لاس او ګریوان شوی چې د حکومتي کارکوونکو لپاره له جوړو شوېو کورونو څخه د دوی د وتلو له کبله اعتراض کوي.


ټلوېزیوني انځورونه ښیې چې پولیس افسران د اکتوبر پر ۲۴ له خپلو برقي ډنډو سره له خلکو سره ښکېل دي.


اعتراض کوونکو پولیس په ډبرو ویشتل او څلور تنه یې ژوبل کړل. دا خبره د پولیسو یوه ویاند کړې ده.


د سند وزیر اعلی مراد علي شاه وروسته له سیمې څخه د پولیسو د وتلو امر کړی دی.


ځینې راپورونه وایي، په دې شخړو کې د دواړو لورو لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.


پولیس افسر شمایل ریاض وویل، لسګونه هغه اعتراض کوونکي نیول شوي چې له یادو کورونو څخه د خلکو د تخلیې چارو خنډ ګرځېدل.


په جولای میاشت کې سترې محکمې امر کړی و، دغه کورونه چې د حکومتي کارکوونکو لپاره جوړ شوي او په غیرقانوني ډول نور کسان په کې اوسېږي، باید تخلیه شي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса