Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د ننګرهار چارواکي: د جلال‌اباد-تورخم لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

0
د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د جلال‌اباد-تورخم لویه لاره د ټرافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوې ده.


د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکو د هغه څه په اعتراض دا لاره تړلې وه چې ګواکې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولسوالۍ ملکي وګړي وژل شوي دي.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب دا لاره پرانیستل شوه.


ښاغلي خوګیاني زیاته کړه:


"د ننګرهار د امنیتي مسؤلینو او قومي مشرانو ترمنځ بحث دوام لري، تر هغه وروسته به د تلفاتو د شمېر او هویت په اړه معلومات شریکوو."


ښاغلي خوګیاڼي وویل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه په روداتو ولسوالۍ کې دا عملیات کړي دي.


د ده په وینا دا لا تر اوسه روښانه نه‌ده چې په دې عملیاتو کې ملکیاتو ته زیان رسېدلی که نه؟



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса