Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

عبدالله: په کندهار کې وروستۍ حمله پر افغانستان څرګند تېری و

0
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، په کندهار کې وروستۍ حمله پر افغانستان څرګند تېری و.


هغه نن پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه، کندهار ته ولاړ. 


په کندهار کې د اکټوبر په ۱۹مه په وسله‌واله حمله کې د هغه ولایت مخکېنی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزی او د امنیت رئيس عبدالمومن حسین‌خېل ووژل شول او والي سخت زخمي شو.


ښاغلي عبدالله وویل چې حکومت په کندهار کې د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه جدي څېړنې کوي.


عبدالله عبدالله زیاته کړه:


"تاسو ډاډ ولرئ چې موږ د دې حادثې د څېړنې په برخه کې سر سري کار نه‌کوو، ځکه دا حمله پر افغانستان تېری و، معلومه وه چې د هغه دښمنان څوک وو."


د افغانستان ولسمشر کندهار ته په وروستي سفر کې وویل چې دا حمله په پاکستان کې طرح او له هغه ځایه تنظیم شوې وه.


ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د حملې عاملان ونیسي او ورته ویې‌سپاري، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده. 


په کندهار کې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې انتخابات کېږي. 


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، دا ټاکنې به له هغو ستونزو پرته ترسره شي چې په نورو ولایتونو کې رأی ورکوونکي ورسره مخامخ شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса