Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

ننګرهار کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه څېړنې کېږي

0
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۴ ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه څېړنې کېږي.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی نن پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزی هم په دې ارتباط د خبرو لپاره ورغلی دی.


عطالله خوګیاڼی وايي: 


"د روداتو په ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د څېړنې لپاره د ولایت د اداري او مالي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی استول شوی چې هلته نږدې څېړنې وکړي. همداراز د ملي امنیت رئیس له نورو همکارانو سره دلته راغلی، څو په دې اړه څېړنې وشي او موږ ولس ته د ځواب ویلو لپاره څه ولرو."


د روداتو یو شمېر اوسېدونکو پرون د اعتراض څرګندونو لپاره د کابل-ننګرهار لاره تړلې وه. 


د ننګرهار د والي ویاند نن وویل چې د روداتو له خلکو سره خبرې روانې دي او لاره پرانیستل شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса