Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

راپورونه: د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر خوشې شوی

0
راپورونه وايي د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر چې په پاکستان کې نظر بند و، خوشې شوی دی. 


اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د پاکستان د استخباراتو د ادارې د چارواکو په حواله ویلي چې ملا عبدالغني برادر د ډېرو مذاکرو او خبرو په پایله کې خوشې شوی دی. 


د وسله‌والو طالبانو یوې معتبرې سرچینې ویلي چې ملا برادر په یوه کور کې نظربند و، ازاد شوی او د خپلې کورنۍ له غړو سره‌یې کتلي دي.


دې سرچینې نن پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه ازادي راډیو ته وویل چې هغه د بډوډو ناروغي لري او صحت‌یې ډېر ښه نه دی.


د طالبانو دې سرچینې چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط‌یې معلومات ورکول، همداراز ویلي چې د طالبانو ۳ نور پېژندل شوي کسان، مولوي عبدالصمد ثاني، ملا محمد رسول او ملا سلیمان اغا به نن خوشې شي.


ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، د ملا محمد عمر مرستیال و. 


هغه په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیول شوی و.


د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر اوسه رسماً پر دې مسئله خبرې نه‌دي کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса