Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د سولې عالي شورا: ملاعبدالغني برادر د "اعتماد "وړ سړی دی

0
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ملاعبدالغني برادر د "اعتماد "وړ سړی دی.


د دې شورا غړي، قاضي محمد امین وقاد پرون پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه، ازادي راډیو ته وویل، ملاعبدالغني برادر کولای شي چې د سولې لپاره په روانو هڅو کې د طالبانو او نړیوالې ټولنې لپاره د باور وړ منځګړی شي.


وقاد وویل، د ملابرادر د ازادۍ د خبر هرکلی کوي او هلته د هر افغان بندي ازادي غواړي.


اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وړمه ورځ د پاکستان د استخباراتو د ادارې د چارواکو په حواله ویلي چې ملاعبدالغني برادر د ډېرو مذاکرو او خبرو په پایله کې خوشې شوی دی.


د وسله‎والو طالبانو یوې معتبرې سرچینې ویلي چې ملابرادر په یوه کور کې نظر بند و، ازاد شوی او د خپلې کورنۍ له غړو سره یې کتلي دي.


دې سرچینې وویل چې هغه د بډوډو ناروغي لري او صحت یې ډېر ښه نه دی.


د طالبانو دې سرچینې چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط یې معلومات ورکول، همدا راز وویل چې د طالبانو ۳ نور پېژندل شوي کسان، مولوي عبدالصمدثاني، ملامحمد رسول او ملا سلېمان اغا به هم خوشې شي.


هغه په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیول شوی و.


د پاکستان حکومت لا رسماً پردې مسئله خبرې نه‎دي کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса