Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

په مسکو کې د افغانستان د سولې لپاره غونډه جوړېږي

0
تمه ده چې په مسکو کې د افغانستان د سولې لپاره راتلونکې اوونۍ غونډه جوړه شي.


د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد نن ازادي راډیو ته وویل چې دې غونډې ته خوشبینه دی.


روسي رسنیو تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړي وو چې په دې غونډه کې به د طالبانو استازي هم برخه واخلي.


تردې مخکې روسیې غوښتل چې دا غونډه د سېپټمبر په څلورمه جوړه شي، خو هغه وخت د افغانستان او امریکا استازیو په دې غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه او افغان ولسمشر اشرف غني د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره پر ټیلیفون خبرې وکړې او د دې غونډې د ځنډېدو موافقه یې وکړه.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса