Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

چارواکي: د ننګرهار په خوګیاڼو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي

0
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.


د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په یوه اعلامیه کې راغلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ په خلقداد سیمه کې عملیات کړي دي.


اعلامیه زیاتوي، په دې عملیاتو کې چې درې ساعته یې دوام کړی، د ماینونو او نورو وسلو او مهماتو زېرمه له منځه وړل شوې ده او په دې تړاو اووه تنه مشکوک کسان ژوندي بیول شوي دي.


اعلامیه د ملي امنیت د ځواکونو په حواله لیکي چې په دې پېښه کې امنیتي منسوبینو او ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса