Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د هلمند په ګرشک کې یوې ټرافيکي پېښې ٦ کسان ټپيان کړي

0
په هلمند ولايت کې د يوې ټرافيکي پېښې په نتيجه کې ٦ کسان ټپيان شوي دي. 


د والي وياند عمر ځواک نن ازادي راډيو ته وويل، ټکر نن سهار د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سيمه کې د کابل-هرات پر لويه لار شوى دى. 


د ده په وينا يو ټېلر له يوه سراچه ډوله موټر سره ټکر شوى او په پېښه کې شپږ واړه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. 


د يوه ټپي روغتيايي وضعيت نازک ښوول شوى دى. 


د کابل-هرات پر لويه لار وخت ناوخت د موټر چلوونکو د بې‌احتياطۍ يا هم د سړک د خرابوالي په نتيجه کې ټکرونه کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса