Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د سمنګان په کروندګرو ۲۰۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

0
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د سمنګان ولایت په کروندګرو ۲۰۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي.


د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه اصلاح شوي تخمونه او ۴۰۰ ټنه کیمیاوي سره د ياد ولایت په څلورو زرو کروندګرو وېشل کېږي.


ښاغلی رستمي وايي، په شپږو ولسوالیو کې هر کروندګر ته ۵۰ کېلو ګرامه تخم او ۱۰۰ کېلو ګرامه کیمیاوي سره ورکول کېږي چې په دوه جریبه ځمکه کې به وکرل شي.


د ده په خبره، دغه مرستې د ۴۰ سلنه سبسایډي په نظر کې نیولو سره کروندګرو ته د نږدې ۲۰۰۰ افغانیو په بدل کې ورکول کېږي.


نوموړی وايي، له دې لارې به د کروندګرو په حاصلاحاتو کې زیاتوالی راشي چې د دوی په اقتصاد به مثبت اغېز پرې‌باسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса