Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

ولسمشر غني نن د لوی کندهار د حوزې له ځينو مشرانو او استازو سره وکتل

0
افغان ولسمشر نن د لوی کندهار د حوزې له یوشمېر مشرانو او استازو سره وکتل او په دې سیمه کې پر وروستیو تغیراتو یې خبرې ورسره وکړې.


د ارګ خبرپاڼه وايي، جمهور رئیس غني په دې غونډه کې پرېکړه وکړه چې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته تللې لار د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم کړي.


ښاغلي غني ویلي چې د هغه د قبر د جوړلو چارې به هم ډېر ژر پېل شي.


 ولسمشر د کندهار له خلکو مننه کړې چې د شنبې په ورځ يې د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې ښه برخه اخیستې ده.


د کندهار قومي مشرانو او د خلکو استازو چې نن یې له ولسمشر سره کتلي، غوښتنه کړې چې په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو تجهیز ته پام وشي او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د لاسوهنې مخنیوی وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса