Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

ميلیونونه شیعه مسلمانان نن د اربعین مذهبي مراسم ترسره کوي

0
ميلیونونه شیعه مسلمانان نن د اربعین مذهبي مراسم ترسره کوي.


د اربعین د مراسمو د ترسره کولو لپاره د نړۍ له مختلفو سیمو شیعه ګان د عراق کربلا ښار ته ځي.


په کربلا کې د اربعین مراسمو ته هرکال د ۱۰ او ۲۰ ميلیونو ترمنځ شیعه مسلمانان ورځي.


که چېرې له حج سره پرتله شي، راپورونه وايي چې سږکال یوازې دوه اعشاریه څلور ميلیونه مسلمانان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.


د عراق حکومت سږکال په جنورۍ کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش پر ضد بری اعلان کړ، خو ویل کېږي چې د خونړيو حملو خطر لاهم شته.


داعش مکرراً پر شیعه مسلمانانو او د هغوی پر عبادت ځایونو حملې کوي. 


د عراق حکومت زرګونه عسکر او پولیس کربلا ته د زیارت کوونکو د تګ راتګ په لارو کې د امنیت لپاره ځای پرځای کړي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса