Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

امریکا نه‌غواړي د ایران په تېلو پورې تړلي دوستان زیانمن کړي

0
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وایي، سپینه ماڼۍ غواړي هغه بندیزونه چې د ایران د تېلو پر سکټور یې لګوي د دې هېواد پر اقتصاد فشار زیات کړي، بلکې نه‌غواړي چې خپل دوستان او متحدین چې د دې هېواد په تېلو پورې تړلي، زیانمن کړي.


بولتون د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د همیلټن سوسایټي «Hamilton Society» ته وویل چې موږ غواړو پر ایران تر ټولو زیات فشار چې امکان‌یې وي راوړو، خو دا هم نه‌غواړو چې دوستان او متحدین مو زیانمن شي.


د بولتون دغه څرګندونې ښایي د سپینې ماڼۍ له‌خوا چې له ټولو هېوادونو غواړي د ایران د تېلو واردات صفر ته ورسوي، د یو څه نرمښت نښه وي.


متحده ایالات څلور ورځې وروسته د نومبر په پنځمه د ایران د تېلو پر صنعت نوي بندیزونه لګوي.


واشنګټن دغه‌راز پر دې هم غور کوي چې د هند او ترکیې په څېر یو شمېر متحدین چې ورڅخه‌یې له بندیزونو د معافیت غوښتنه کړې، معاف کړي.


هند چې له چین وروسته د ایران د تېلو دوهم ستر پېرېدونکی دی، ویلي چې سمدستي نه‌شي کولای د ایران د تېلو د وارداتو بدیل پیدا کړي او له بندیزونو د معافیت غوښتونکی دی.


ترکیې هم روانه اوونۍ د امریکا له خزانې وزارته ورته غوښتنه کړې ده.


جنوبي کوریا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د امکان تر حده‌یې کمپنۍ له نویو بندیزونو څخه معافې کړي.


د نورو هېوادونو په ډله کې چې د ایران پر تېلو متکي دی، افغانستان او عراق هم شامل دي.


بولتون وویل، اداره‌یې پوهېږي چې یو شمېر هېوادونه به ونه‌شي کولای چې بندیزونه سمدستي بشپړ رعایت کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса