Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 01.11.2018

د اسیې بي بي سپینولو پرضد د مذهبي ډلو احتجاج

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر ۳۱مه د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د یوې عیسوۍ ښځې اسیې بي بي د خوشې کولو پرېکړې پرضد په دغه هېواد کې مذهبي ډلو احتجاجونه پیل کړي. نور د مشال راډيو په ویډيو کې وګورئ.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې په اعدام د محکومې عیسوۍ ښځې اسیه بي بي د ازادۍ امر اکثر اسلام پال ګوندونه پارولي او مظاهرې کوي. ترکیې له عربستانه غوښتي هغه کس ور وښيي چې د جمال خاشقجي د وژنې امر یې کړی او یوه څېړنه ښيي چې سپيان د مالاریا ناروغۍ د تشخیص وړتیا لري. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

سیګار: افغان حکومت د هغه سیمو د نیولو هڅه کوي چې طالبانو نیولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې یا سیګار وویل چې د افغانستان حکومت د هغو سیمو د بېرته نیولو هڅې کوي چې د وسله‎والو طالبانو په لاس کې دي، خو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات په بې‌ساري ډول زیات شوي دي. سیګار نن پنجشنبه د نومبر لومړۍ په خپل راپور کې هغه فشار ته چې د کابل حکومت ورسره مخامخ دی اشاره کړې او لیکلي یې دي، د افغانستان د ولسوالیو، ولسونو او خاورې پر کنټرول جنګ په وروستیو څلورو میاشتو کې لا زیات شوی دی. سیګار په خپل څلور میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو... Читать дальше...



روسیې د اوکراین پر ۳۲۲ چارواکو او ۶۸ کمپنیو بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

روسیې د اوکراین پر ۳۲۲ چارواکو او ۶۸ کمپنیو مالي بندیزونه ولګول. په‎دې کسانو کې د اوکراین د ولسمشر پترو پروشنکو زوی، د دوو پخوانیو صدراعظمانو زامن او په اوکراین کې د ملت پالي ډلې رايټ سکټور مشر، دمیتري یاروش شامل دي. د بندیزونو خبر نن پنجشنبه د اکټوبر ۱، په هغه فرمان کې چې د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف لاسلیک کړی، د روسیې د حکومت پر وېب‌پاڼه خپور شوی دی. په فرمان کې ویل شوي چې د دې کار هدف د روسي وګړو او شرکتونو پر ضد د اوکراین د غیر دوستانه کارونو مخنیوی او د دوه اړخیزو اړیکو نورمالول دی. ... Читать дальше...

په پاکستان کې اعتراض کوونکو لږ تر لږه ۱۰ سړکونه بند کړي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې نن پنجشنبه د نومبر لومړۍ، یو شمېر افراطي ډلو د دې هېواد د سترې محکمې د پرېکړې پر خلاف د اعتراض لپاره په کراچۍ او نورو ښارونو کې لږ تر لږه ۱۰ سړکونه بند کړي دي. د پاکستان سترې محکمې څو ورځې مخکې پرېکړه وکړه چې د اسیه بي بي په نوم یوه مسیحي ښځه چې اسلام ته د سپکاوي په جرم‌یې اته کاله په زندان کې تېر کړي، له بنده خوشې کړي. د سترې محکمې تر پرېکړې وروسته، اسیه بي بي د امنیتي دلایلو له مخې یوه پټ ځای ته ولېږدول شوه او مدافع وکیل‌یې وویل چې ډېر ژر به یوه بهرني هېواد ته ولېږدول شي. اسیه... Читать дальше...

فراه کې یوي پوځي هليکوپټرې څه ډول سقوط وکړ؟

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيو له سقوط وړاندې د هغه هلیکوپټرې ویډیو ترلاسه کړې چې د امنیتي مسولینو په وینا د فراه ولایت په اناردرې ولسوالۍ کې يې د خرابې هوا له امله له غره سره ټکر وکړ. طالبانو ادعا کړی چې دغه هلیکوپټر دوي نسکوره کړي افغان خو حکومت دغه ادعا رد کړې ده. اېډیټ: ابراهیم صافی

د افغانستان د کانونو ساتنې ته‌ د امنیتي ارګانونو په مرسته تدابیر جدي شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان د کانونو ساتنې ته‌یې د امنیتي ارګانونو په مرسته تدابیر جدي کړي او د غیرقانوني کیندنو مخه به‎یې که د هر زورواکي یا غیر مسوولو وسله‎والو ډلو له خوا وي، ونیسي.

د بلوچستان ګوادر کې پنځه کارګران وژل شوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په ګوادر کې نامالومو وسله والو پنځه تنه کاریګر په ډزو وژلي دي. دا پېښه د چارشنبې مازیګر له ګوادره ۶۰ کلومیټره لیرې د پشګان او ګنځ په منځنۍ سیمه کې شوې ده.

دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د ملي اردو او پولیسو په اړه د سیګار راپور ردوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سیګار هغه راپور ردوي چې ګوندې د ملي اردو او پولیسو د روزنې په پروګرامونو کې لګول شوېو سلګونو میلیونو ډالرو کومه نتیجه نه‎ده ورکړې.

مذهبي ډلې د اسیه بي بي پرېښودو ضد راوتي

Mashaalradio.com 

د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د شورو په ورځ اسلام آباد کې له رسنیو سره خبرو کې وویل د اسیه بي بي د خوشې کېدو فېصله د عالمي قوتونو تر فشار لاندې شوې ده او د دې به ډېرې بدې نتیجې رابرسېره شي.

د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د پولیو بله پېښه پیدا شوې

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د پولیو بله پېښه پیدا شوې ده. په هلمند کې د روغتیا ریاست مسؤلین وايي، دا چې د تېرو پنځو میاشتو راهیسې يې په یو شمېر سیمو کې واکسین نه‌دی کړی ځکه نو د پولیو پېښې مخ په ډېرېدو دي. په دې سره په هلمند کې د پولیو پېښې ۳، خو په ټول افغانستان کې ۱۹ ته ورسېدلې. ویل کېږي، طالبان کور په کور واکسین ته اجازه نه‌ورکوي او د روغتیا مسؤلین وايي، د پولیو واکسین باید کور په کور تطبیق شي. د هلمند د عامې روغتیا د ریاست د کتلوي معافیت مسؤل ډاکتر عصمت‌الله همت ازادي راډیو ته ویلي... Читать дальше...

امریکا نه‌غواړي د ایران په تېلو پورې تړلي دوستان زیانمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وایي، سپینه ماڼۍ غواړي هغه بندیزونه چې د ایران د تېلو پر سکټور یې لګوي د دې هېواد پر اقتصاد فشار زیات کړي، بلکې نه‌غواړي چې خپل دوستان او متحدین چې د دې هېواد په تېلو پورې تړلي، زیانمن کړي. بولتون د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د همیلټن سوسایټي «Hamilton Society» ته وویل چې موږ غواړو پر ایران تر ټولو زیات فشار چې امکان‌یې وي راوړو، خو دا هم نه‌غواړو چې دوستان او متحدین مو زیانمن شي. د بولتون دغه څرګندونې ښایي د سپینې ماڼۍ له‌خوا چې له ټولو هېوادونو غواړي... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса