Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 10.11.2018

په زابل کې د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ۵ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولايت کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور پنځه کسان نیول شوي چې درې یې ښځې دي. د زابل ولایت د امنیه قوماندانۍ کمیسار محمد مصطفی مایار د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دې پنځو کسانو غوښتل ۱۷کیلو ګرامه هیروئین د زابل ولایت له لارې له هېواد څخه بهر قاچاق کړي چې پولیسو له نشه يي موادو سره یو ځای ونیول. تورنو کسانو غوښتل چې دا مواد له هېواده بهر قاچاق کړي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

۲ قاچاقچیان د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

دوه تنه قاچاق کوونکي له هېواده بهر د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول. په هغه خبرپاڼه کې چې د سرحدي پولیسو قوماندانۍ رسنیو ته لېږلې راغلي دي چې دې دوو کسانو غوښتل په دوو بېلابېلو پېښو کې شپږ کیلو او ۳۸۶ ګرامه هیروئین په خپلو خېټو او انارو کې هند ته قاچاق کړي چې سرحدي پولیسو ونیول. په دې وروستیو اوونیو کې قاچاق کوونکي هڅه کوي چې په بېلابېلو چلونو سره د هوايي ډګرونو له لارې له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته نشه‌يي مواد قاچاق کړي.

"پاکستانی حکومت باید د کم عمري ودونو مخه ونیسي"

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو نړیوال سازمان - هیومن رایټس واچ - وايي په ماشوموالي کې د ودونو د مخنیوي بل چې د پاکستان سنیټ ته وړاندې شو، د هیواد د حکومت لپاره یوه ښه موقع ده چې ټول ولس ته د یو شان حق ورکولو ژمنې پوره کړي.

له حکومته د افغان معلولو سرتېرو غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې یو شمېر معلول سرتېرې وایي چې افغان حکومت د دوی ژوند او درملنې ته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې. ویډيو: شریف الله شرافت ایډېټ: تمیم اخګر

په پکتیا کې ځيني نوماندان او حکومتي مسؤلین څارنوالۍ ته معرفي شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفتر مسؤلینو نن په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې دوی ۵۰۷ شکایتونه ثبت کړي وو چې د هغو له جملې ۱۷۰ یې د کره شواهدو د نه درلودلو پر اساس باطل او پاتې نور یې په کره شواهدو ولاړ شکایتونه وو چې د شکایتونو کمېسیون له خوا وڅېړل شول. په پکتیا کې د دغه کمېسیون رئیس ښاغلي هدایت الله عصمتي وویل، د دوی د څېړنو په پایله کې په ټاکنیز بهیر کې د درغلیو او غیرقانوني مداخلې په تور څلور نوماندان، دوه ولسوالان او درې د ولسوالیو امنیه قوماندانان څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول. Читать дальше...

په هرات کې ۱۳ ټنه نشه‌يي مواد وسوځول شول

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې دیارلس ټنه نشه يي مواد وسوځول شول. د هرات ولایت امنیه قوماندان امین الله امرخېل د دې موادو د سوځولو پر مهال رسنیو ته وویل، دا مواد په ۳۶۳ بېلابېلو عملیاتو کې د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷کلونو په بهير کې نیول شوي چې ۴۴۲ کیلو ګرامه هیروئين، ۹۷۰ کیلو ګرامه تریاک، ۴۴۸ کیلو ګرامه چرس، ۳۲۹ کیلو ګرامه شیشه او لس لېټره کېمیاوي مواد په‌کې شامل دي. دغه ډول د هرات د امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي مواد سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرت زاده وويل، تېره اوونۍ یې هم یو شمېر قاچاق کوونکي نیولي چې له هېواده بهر یې هیروئين قاچاق کول. Читать дальше...



د کابل پولیسو تر لسو کیلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد نیولي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ولایت پولیسو تر لسو کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد له څلورو کسانو سره یو ځای نیولي دي. د کابل ښار د دروازو د کنټرول قوماندان فریدون بختیار رسنیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې په ارغندۍ چوک کې دوه تنه هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۰کیلو ګرامه هیرویین له یوه ګاونډي ولایت څخه کابل ته قاچاق کړي. دغه ډول په دوهمه پېښه کې هم دوه تنه نیول شوي چې غوښتل یې درې کیلو ګرامه نشه يي مواد په کرولا موټر کې کابل ته قاچاق کړي. په تېرو درېیو اونیو کې دا څلورم ځل دی چې د کابل پولیس نشه يي مواد او قاچاق کوونکي... Читать дальше...

اروپايي ټولنې د اوکراین د ځینو شمالي سیمو انتخابات رد کړي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې یوه اعلامیه خپره کړې او په هغې کې یې د اوکراین په ختیځ کې د هغو سیمو انتخابات رد کړي چې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي. ټاکل شوې چې دا انتخابات سبا ترسره شي. اروپايي ټولنې ویلي دي چې دا نړیوال قانون ماتول او د اوکراین د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د مینسک له تړون څخه سرغړاوی دی. د اروپايي ټولنې په بیان کې راغلي چې دا ټولنه د لوهانسک او ډونیڅک تش په نوم نومول شویو جمهوریتونو کې چې د اوکراین د حکومت په کنټرول کې نه دي، د نومبر د میاشتې د ۱۱ مې نېټې پلان شوي انتخابات... Читать дальше...

په پاریس کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د سلمې کلیزې مراسم نن پیل شول

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې په پایتخت پاریس کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د سلمې کلیزې مراسم نن پیل شول. تمه کېږي چې د نړۍ د هېوادونو تر شپېتو زیات مشران به نن او سبا په دې مراسمو کې ګډون وکړي. دا مراسم به د جګړې د متارکې په دقیق وخت چې د یولسمې میاشتې د یولسمې نېټې د یولسم ساعت یولسمه دقیقه ده، د دې جګړې د نوم ورکي سرتېري له یادګار سره اوج ته ورسېږي. د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ د دې مراسمو لپاره پاریس ته رسېدلی دی. نوموړي د نومبر په لسمه نېټه پر سوشل رسنیو ولیکل: ”ایا د جګړې د پای ته رسېدو له لمانځنې... Читать дальше...

په سومالیا کې پر یوه مشهور هوټل د برید د تلفاتو شمېر ۳۹ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې پر یوه مشهور هوټل د برید د تلفاتو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېد. له دې مخکې پولیسو ویلي وو چې په دې برید کې ۲۲ کسان وژل شوي دي. تېره ورځ دوه لوی موټري بمونه د شفیع په نوم هوټل او د پولیسو یوه دفتر ته نېږدې وچول شول چې وروسته د هوټل ساتونکو او پولیسو ډزې پیل کړې. یو بل درې ټایره موټر همدې هوټل ته نېږدې د ګڼې ګوڼې څخه پر یو ډک سړک چاودنه کړې. د پولیسو یوه چارواکي محمد حسین ویلي، تأییدولای شي چې د دې چاودنو د تلفاتو شمېره ۳۹ تنو ته رسېدلې او ۴۰ تنه نور ټپيان دي. د... Читать дальше...

ولسمشر غني د بامیان د امنیت لپاره د ۴۴۳ سرتېرو د یوې قطعې حکم وکړ

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني وايي، د بامیان ولایت د امنیت د تامین لپاره یې د ځانګړو عملیاتو په ترسره کولو سربېره د ملي امنیت د ریاست په چوکاټ کې دغلته د ۴۴۳سرتېرو د یوې قطعې حکم صادر کړی دی. ولسمشر غني چې د جمعې په ورځ بامیان ته رسېدلی، دا خبره یې نن دغلته د قومي مشرانو یوې غونډې ته کړې. نوموړي نن په بامیانو کې د برښنا او سړکونو په برخو کې څو پراختیايي پروژې پرانیستې او له ځايي چارواکو سره په کتنو سربېره د قومي مشرانو، دیني عالمانو، د بامیانو له مدني فعالانو، د پوهنتونونو او ښوونځیو له استادانو سره جلا جلا لیدنې وکړې. Читать дальше...

دفاع وزارت: د جمعې له ورځې راهېسې ۴۱ وسله وال ترهګر وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جمعې له ورځې راهېسې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۴۱ وسله وال ترهګر وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې نن سهار دفاع وزارت خپره کړې، ویلي شوي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ ګډ تعرضي او تصفیوي عملیات، ۹۸ ځانګړي کومانډویي دندې او ۷ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو ترسره کړي دي. دفاع وزارت زیاتوي چې دا عملیات د هوايي ځواکونو په ملاتړ  د کونړ، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا، کندهار،... Читать дальше...

په کندهار کې يو شمېر نوماندان د شکايتونو د څېړلو مخه نيسي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې وه چې د چهارشنبې په ورځ به د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون هغه شکايتونه څېړي چې په دې ولايت کې د درغليو په اړه ثبت شوي وو، خو يو شمېر نوماندان وايي، دغه څېړنه نيمګړې ده، نو ځکه يې مخنيوى کوي. د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني په دې اړه راپور چمتو کړی. ویډیو: صادق رښتینی اېډېټ: لېمه هادي

د ننګرهار پولیسو تر سلو کیلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد نیولي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار پولیسو تر سلو کیلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد نیولي دي. د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر وايي، د نشه يي موادو یو قاچاق کوونکی په داسې حال کې نيولی چې غوښتل یې ۱۰۹کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې له سروخ رود ولسوالۍ څخه د جلال اباد ښار ته قاچاق کړي. په دوهمه پېښه کې پولیسو په بهسودو ولسوالۍ کې ۵۰ کیلو او پنځه سوه ګرامه چرس په یوه موټر کې د تلاشۍ پر مهال ونیول او په دې تور یې یو تن هم نیولی دی.

د خادم رضوي او مولانا فضل الرحمان پرضد د غدارۍ مقدمې غوښتنه شوې

Mashaalradio.com 

د لاهور هایي کورټ د نومبر پر نهمه هغه درخواست د اورېدنې لپاره منظور کړ په کوم کې چې د تحریک لبېک پاکستان پر مشر خادم حسېن رضوي او د جمعیت علما اسلام ف ډلې پر مشر مولانا فضل الرحمان د غدارۍ مقدمې درجولو غوښتنه شوې ده.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса