Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

روسیې د اوکراین پر ۳۲۲ چارواکو او ۶۸ کمپنیو بندیزونه ولګول

0
روسیې د اوکراین پر ۳۲۲ چارواکو او ۶۸ کمپنیو مالي بندیزونه ولګول.


په‎دې کسانو کې د اوکراین د ولسمشر پترو پروشنکو زوی، د دوو پخوانیو صدراعظمانو زامن او په اوکراین کې د ملت پالي ډلې رايټ سکټور مشر، دمیتري یاروش شامل دي.


د بندیزونو خبر نن پنجشنبه د اکټوبر ۱، په هغه فرمان کې چې د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف لاسلیک کړی، د روسیې د حکومت پر وېب‌پاڼه خپور شوی دی.


په فرمان کې ویل شوي چې د دې کار هدف د روسي وګړو او شرکتونو پر ضد د اوکراین د غیر دوستانه کارونو مخنیوی او د دوه اړخیزو اړیکو نورمالول دی.


تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې روسیې د کریمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه، د اوکراین حکومت، د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحاديې پر یو شمېر روسي سوداګرو، شرکتونو او سیاستوالو بندیزونه لګولي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса