Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

په پاکستان کې اعتراض کوونکو لږ تر لږه ۱۰ سړکونه بند کړي

0
په پاکستان کې نن پنجشنبه د نومبر لومړۍ، یو شمېر افراطي ډلو د دې هېواد د سترې محکمې د پرېکړې پر خلاف د اعتراض لپاره په کراچۍ او نورو ښارونو کې لږ تر لږه ۱۰ سړکونه بند کړي دي.


د پاکستان سترې محکمې څو ورځې مخکې پرېکړه وکړه چې د اسیه بي بي په نوم یوه مسیحي ښځه چې اسلام ته د سپکاوي په جرم‌یې اته کاله په زندان کې تېر کړي، له بنده خوشې کړي.


د سترې محکمې تر پرېکړې وروسته، اسیه بي بي د امنیتي دلایلو له مخې یوه پټ ځای ته ولېږدول شوه او مدافع وکیل‌یې وویل چې ډېر ژر به یوه بهرني هېواد ته ولېږدول شي.


اسیه بي بي د ۵ بچیانو مور او د رومن کاتولیکي کلیسا پيروه ده.


د فرانسې او اسپانیې حکومتونو هغې ته د پناه ورکولو وړاندیز کړی دی.


د عفوې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو د څارنې نړیوالو ادارو د اسیه بي بي د ازادۍ پرېکړه ستایلې، خو د تحریک لبیک پاکستان په څېر افراطي ډلو اعتراض پیل کړی دی.


دې ډلو د پاکستان امنیتي ځواکونه نن د کلیساوو د امنیت ټينګولو لپاره مؤظف شوي او پر اعتراض کوونکو غږ شوی چې په سوله‎ییز ډول لارې پرانیزي او مزاحمت بند کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса