Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

ناروې په اوسلو کې د ایران سفیر احضار کړی

0
ناروې په اوسلو کې د ایران سفیر احضار کړی، څو په ډنمارک کې د یو عرب ایراني د وژلو د مشکوک پلان په اړه ورته اعتراض وسپاري.


ویل کېږي چې په دې پلان کې د ناروې ایراني ټبری تبعه ښکېل دی.


ډنمارک د چارشنبې په ورځ وویل، دوی شک لري چې د ایران استخباراتي ادارې هڅه کړې، څو د دوی پر خاوره ترور ترسره کړي.


دې هېواد پر تهران د اروپايي ټولنې له خوا د نویو بندیزونو غوښتنه کړې.


سویډني پولیسو ویلي، یو ایرانی ټبری نارویژی یې د اکټوبر په ۲۱ مه د ترور له دې طرحې سره د ارتباط په تور نیولی او ډنمارک ته یې سپارلی دی.


د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اینې ایرکسین سورایده ویلي:


"هغه څه چې په ډنمارک کې یې هڅه شوې او دا چې یو ایرانی ټبری نارویژی پکې ښکېل دی، زموږ لپاره جدي مسله ده."


نوموړې ویلي، په اوسلو کې یې د ایران سفیر ته په لیدنه کې ویلي، هغه فعالیتونه چې په ډنمارک کې لیدل شوي، د منلو نه دي.


ویل کېږي چې د ترور د دې طرحې هدف د اهواز د خپلواکۍ لپاره د عرب هڅو د غورځنګ د ډنمارک د څانګې مشر و.


مشکوک نیول شوي ایراني ټبري نارویژي او د ایران حکومت دا تور رد کړی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса