Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د پاکستان صدراعظم د ځینو مسایلو پر سر د خبرو کولو لپاره چین ته تللی

0
د پاکستان صدراعظم عمران خان له چینايي چارواکو سره په یو لړ مسايلو د خبرو کولو لپاره چین ته تللی دی.


د صدراعظم عمران خان د دفتر له خوا په دې اړه په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي:


"عمران خان به چین ته د خپل ۴ ورځني سفر په اوږدو کې له خپل چینايي سیال او د چین له ولسمشر په ګډون له یو شمېر چارواکو سره په یو لړ دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي."


 له نوموړي سره په دغه سفر کې د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر او یو شمېر نور وزیران هم شامل دي.


ښاغلی خان په داسې وخت کې د چین سفر کوي چې په دې وروستیو کې پاکستان له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دی او اعلان یې کړی چې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید له نړېوال وجهي صندوقه میلیاردونه ډالر پور واخلي.


که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي چې آیا عمران خان به چین ته د سفر په اوږدو کې له دغه هېواده مالي مرسته ترلاسه کړي که نه، خو د پاکستان یوه وزیر خسرو بختیار چې له عمران خان سره په رسمي سفر چین ته تللی، ډان خبري اژانس ته ویلي، د عمران خان د چین سفر به قوم ته ښه زېری ولري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса