Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

تېره شپه په کابل کې د اور لمبو تر ۵۰۰ زیات دوکانونه ایره کړل

0
په کابل کې د پنجشنبې په ورځ ناوخته لګېدلي اور سلګونه هغه دوکانونه سوځولي چې په ډېرو کې یې برښنايي او د کورونو وسایل پلورل کېدل.


د کابل د پولیسو یوه چارواکي رحمت امیني د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ګومان کېږي چې اور د برښنايي شارټۍ له امله لګېدلی وي.


ښاغلي امیني زیاته کړې چې د اور وژنې عملې ساعتونه هڅه وکړه، څو په نادر پښتون واټ کې دغه لګېدلی اور کابو کړي، خو په دې موده کې سلګونه دوکانونه سوځېدلې دي.


په کابل کې د ازادي راډیو خبریال چې سیمې ته ورغلی، وايي چې د (خیرخوا، زرنګار، اتفاق او کابل) په نومونو مارکېټونو کې تر ۵۰۰ زیات دوکانونه په بشپړه ډول ایره شوي دي.


د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد روېټرز ته ویلي، اور تر لګېدو وروسته پنځو ساعتو کې مړ کړای شو.


خو په سیمه کې یو شمېر زیانمنو شویو دوکاندارانو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې اور د پنجشنبې د مازیګر راهېسې د جمعې تر سهاره پورې بل و.


دوی د اور وژنې اداره ملامتوله چې پر وخت یې د اور د کنټرول لپاره چټک اقدام ونه کړ.


دوکانداران وايي، د اور لګېدو پرمهال یې په رامنځته شوې ګډوډۍ کې مالونه غلا شوي هم دي.


که څه هم په دې اور لګېدنه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو اټکل کېږي چې میليونونه ډالر مالي زیان یې اړولی دی.


د ښاغلي مجاهد په وینا، د اور د لګېدلو د اصلي علت په اړه څېړنې روانې دي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса