Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

چین له پاکستان سره د اقتصادي مرستې ژمنه کړې

0
چین ژمنه کړې ده چې د پاکستان له اقتصاد سره به مرسته وکړي.


دا ژمنه د چین ولسمشر شي جین پېنګ نن په پېکېنګ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په کتنه کې وکړه.


عمران له شي جین پېنګ سره په خبرو کې د پاکستان اقتصادي حالت ډېر سخت بللی دی.


پاکستان لا دمخه له چین څخه میلیاردونه ډالر پور اخيستی او عمران غواړي چې چین له روان مالي بحران څخه د پاکستان د وتلو لپاره نوره مرسته هم وکړي.


که څه هم سعودي عربستان تېره میاشت د پاکستان د اقتصاد د ژغورولو په هدف دغه هېواد ته د ۶ میلیاردو ډالرو په ورکولو موافقه وکړه، خو اسلام اباد وايي، دا پیسې کافي نه دي او غواړي چې د پیسو له نړیوال صندوق یا ای ایم ایف څخه هم پور واخلي.


د چین ولسمشر ویلي دي چې هېواد يې له پاکستان سره اړیکو ته زیات ارزښت ورکوي او پېکېنګ او اسلام اباد د هر حالت ملګري دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса