Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

په غور کې تر دوو ټنو ډېر نشه يي مواد سوځول شوي

0
په غور ولايت کې تر دوو ټنو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول.


د غور والي غلام ناصر خاضع په فیروز کوه کې د دې موادو د سوځولو پر مهال ازادي راډيو ته وویل، دا دوه ټنه نشه يي مواد د تېرو دوو کالو په بهير کې د نظامي عملياتو او موټرو د تلاشيو په نتيجه کې نيول شوي وو.


په دې نشه يي موادو کې هيروئين، چرس، الکولي مشروبات او کېمياوي مواد شامل وو.


ښاغلي خاضع وويل، د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅولو په تور شپېته تنه نيول شوي او بيا عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.


د يادونې وړ ده چې په روان کال کې په غور کې د کوکنارو کښت په بې ساري ډول ډېر شوی دی.


د غور ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره وايي چې په دې ولايت کې د کوکنارو د کښت تر څنګ، د معتادينو شمېر هم ډېر شوی دی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса