Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

عبدالله: د جینوا راتلونکي کنفرانس ته چمتووالی نیول شوی

0
افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان په اړه د جینوا د راتلونکي کنفرانس په اړه یې ښه چمتووالی نیولی او هیله مند دی چې دا به د افغانستان په اړه یو مؤثر کنفرانس وي.


ټاکل شوې چې د وزیرانو په سطحه د روانې عیسوۍ میاشتې په ۲۷ مه او ۲۸ مه په جینوا کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې یو کنفرانس جوړ شي.


ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې په دې اړه د افغان حکومت د چمتووالي یادونه وکړه.


ده وویل:


"هیله مند یوو چې که خدای کول، د پېشبینیو سره سم به دا کنفرانس سولې ته د رسېدو او د افغانستان د خلکو د اهدافو او لومړیتوبونو د عملي کېدو په اړه د افغانستان او نړیوالې ټولنې د متقابلو ژمنو یو موثر کنفرانس و اوسي."


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو تېره اوونۍ په کابل کې وویل، دا کنفرانس به د سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو د ارزونې یو ښه فرصت وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса