Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

کندهار چارواکي: په ميوند ولسوالۍ کې عملياتو ۱۷ وسله‌وال وژلي

0
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.


عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نړیوالو په مرسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تمور په سيمه کې ترسره کړې دي.


جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې دغه عمليات د کمانډو ځواکونو د کشفي معلومات پر بنسټ ترسره کړې چې په کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.


عيسي وویل چې په ترسره شوېو عملياتو کې د وسله والو مختلفي وسلې، چاودېدونکي توکي او ۱۴ موټر سايکلونه هم د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي.


طالب وسله وال تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса