Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

سولې شورا: مسکو غونډه کې خبرو ته د طالبانو هڅول مو لومړیتوبونه دي

0
د افغانستان د سولې عالي شورا د مسکو په غونډه کې له افغان حکومت سره مذاکراتو ته د وسله‌والو طالبانو هڅول له اساسي لومړیتوبونو څخه بولي.


د سولې عالي شورا مرستیال او د مسکو په ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي مشر حاجي عزیزالله دین محمد نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی به د مسکو د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د سولې د روان بهیر او اهمیت په اړه هم معلومات ورکړي.


نوموړی وايي:


"زموږ اجنډا او لویه خبره دا ده چې د دې لپاره زمینه برابره شي چې په افغانستان کې وینې توییدل بند شي او امن راشي. د دې کار لپاره به زموږ غوښتنه دا وي چې زموږ لوری او د طالبان لوری خبرو ته کینې او د مشکلاتو حل لاره را وباسي."


تمه ده د افغانستان د سولي په اړه د مسکو غونډه د نوومبر پر ۹مه نيټه ترسره شي.


افغان حکومت وایي، د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی به د یوه خپلواک بنسټ په توګه په دغه غونډه کې ګډون وکړي نه د حکومت په استازیتوب.


په همدې حال کې د ترکمنستان چارواکو د افغانستان د سولې د هڅو ستاینه کړې ده.


د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف نن په کابل کې د افغان حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدو پرمهال د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې هڅو څخه ملاتړ وښود.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса