Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د ټیاټر یو روسی ډایرکټر سربرنیکوف د اختلاس په تور محاکمه کېږي

0
کیریل سربرنیکوف چې د ټیاټر او سینما یو روسی ډایرکټر دی، په مسکو کې د اختلاس په تور محاکمه کېږي.


که پر نوموړي دا تور ثابت شي، په لس کاله حبس به محکوم شي، خو دی وایي دا محاکمه بې اساسه او نامعقوله ده.


د سربرنیکوف او درېیو نورو کسانو چې د اومې ستډیو په قضیه کې ښکېل بلل شوي، محاکمه تر دوو اونیو ځنډ وروسته نن پیل شوه.


نوموړي محکمې ته ویلي چې هېڅ ګناه نه لري.


د دې تور په اړه چې نوموړي ګواکې یوه جنایتکاره ډله رامنځته کړې، سربرنیکوف وویل هېڅکله یې له هېچا غلا نه ده کړې، اختلاس یې نه دی کړی او د ټیاټر له ډلې پرته یې بله کومه ډله نه ده جوړه کړې.


د سربرنیکوف نیول کېدو د روسیې کلتوري ټولنه مایوسه او لویدیځ هېوادونو یې قهرولي دي او داسې تورونه یې راپارولي چې ګواکې روسي چارواکي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین مخالف فرهنګیان په نښه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса