Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د کندهار چارواکي: په ميوند ولسوالۍ کې عملياتو ۱۷ وسله‌وال وژلي

0
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي دي.


عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نړیوالو په مرسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تمور په سيمه کې ترسره کړي دي.


جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې دغه عمليات‌یې د کمانډو ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي چې په‌کې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.


عيسي وویل چې په ترسره شویو عملياتو کې د وسله‌والو مختلفي وسلې، چاودېدونکي توکي او ۱۴ موټرسايکلونه هم د امنیتي ځواکونو له‌خوا له‌منځه وړل شوي.


طالب وسله‌والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса