Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د سمنګان په مرکز کې د طالبانو ډله‌ییزه حمله په شا تمبول شوې

0
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار د وسله‌والو طالبانو یوه ډله‌ییزه حمله د ولسي پاڅون کوونکو له لوري په شا تمبول شوې ده.


یوې امنیتي سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه نږدې ۴۵ وسله‌والو طالبانو د خپل یو نومول شوي ولسوال ملا محمد عالم مخلص په مشرۍ په ایبک ښار حمله وکړه چې د سیمه‌ییزو خلکو له لوري له مقاومت سره مخ شوه.


دغه امنیتي سرچینې ویلي چې په دغه جګړه کې د ایبک ښار لپاره د وسله‌والو طالبانو نظامي مسؤل ملا تازه ګل وژل شوی او خپله ملا محمد عالم مخلص ټپي دی.


تر دې دمه د دغه خبر په اړه نو جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.


وسله‌والو طالبانو هم په دې اړه لا څه نه‌دي ویلي.


دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو د مخ پر زیاتېدونکي فعالیتونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса