Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

بهرنیو چارو وزارت رد کړه چې ګنې اسیه بي بي له پاکستانه ایستل شوې

0
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت رد کړه چې د اسیه بي بي په نوم یوه مسیحي ښځه چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور ۸ کاله زنداني وه او تېره اوونۍ خوشې شوه، له پاکستانه ایستل شوې ده.


د اسیه بي بي مدافع وکیل سیف الملوک پرون تأیید کړه چې هغه له زندانه خوشې شوې ده.


د اروپايي پارلمان مشر انتونیو تیاني پرون پر ټوېټر ولیکل چې هغه امن ځای ته ایستل شوې ده.


انتونیو تیاني په یوه بل ټويټ کې لیکلي و چې امن ځای ته د اسیې بي بي په ایستلو کې د همکارۍ لپاره د پاکستاني چارواکو مننه کوي او په راتلونکو ورځو کې په اروپايي پارلمان کې له اسیې بي بي او د هغې له کورنۍ سره د کتلو هیله لري.


خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن پنجشنبه د نوومبر ۸مه، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دا رپوټونه حقیقت نه لري او دا خبر چې اسیه بي بي له پاکستانه وتلې حقیقت نه لري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса