Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

پاکستان د «IMF» څخه د پور لپاره خبرې پیل کړي دي

0
پاکستان د پیسو له نړیوال وجهي صندوق «IMF» څخه د پور لپاره خبرې پیل کړي دي.


د دې مالي موسسې له‌خوا د درې کلونو په مخه احتمالي اقتصادي مرستې به له پاکستان سره مرسته وکړي چې خپلې اقتصادې ستونزې هوارې کړي.


د پاکستان د مالیې وزارت ویاند نور احمد د چهارشنبې په ورځ وویل چې پاکستان تمه کوي چې له «IMF» څخه درې کلنه مالي مرسته ترلاسه کړي.


د دې ادارې یو پلاوی هم پرون اسلام آباد ته رسیدلی دی.


د پاکستان د ماليې وزیر اسد عمر وویل چې د چین او سعودي عربستان په مرسته د دې هېواد د لګښتونو د پریکولو عاجله ستونزه هواره شوې ده.


پاکستان د روان مالي کال لپاره ۱۲ میلیارډ ډالره د بودجې کسر لري چې خپل لګښتونه پوره کړي.


عمر د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سعودي او چین هر یوه ورسره د ۶ میلیارډ ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса