Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د کندز چارواکي: طالبانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې حمله کړې

0
په کندز کې امنیتي مسوولین وايي چې وسله‌والو طالبانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې حمله کړې ده.


د ملي اردو د پامیر ۲۰ فرقې ویاند، ډګرمن غلام حضرت نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د دشت ارچي په حمله کې ۷ عسکر وژل شوي او څلور تنه زخمیان دي.


هغه وویل چې ۱۲ وسله والو طالبان هم وژل شوي او ۱۹ تنه زخمیان شوي دي.


کریمي وویل چې وسله والو طالبانو پرون د شپې په ۱۲ بجو له درېیو خواوو پر دشت ارچي ولسوالۍ حمله وکړه خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت له امله وتښتېدل.


خو د وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په دشت ارچي کې یې درې پوستې نیولي او د امنیتي ځواکونو ۳۹ تنه وژل شوي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса