Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

هرات چارواکي: یوه مشکوکه تروریستي شبکه نیول شوې ده

0
د هرات امنيه قوماندانۍ وايي، د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې یوه مشکوکه تروریستي شبکه نیول شوې ده.


د امنيه قوماندانۍ اعلامیه وايي، د نیول شوې شبکې مشر مولوي ملا محمد ایوبي او د هغه پینځه ملګري په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نیول شوي دي.


پولیس وايي، د دې شبکې مشر ملا ایوبي د تروریستانو په روزنه، هغوی ته د پټېدود ځای په برابرولو کې په لاس لرلو او پر افغان چارواکو د بریدونو په پلانولو کې لاس درلود.


د هرات امنيه قوماندانۍ دا نه‌دي ویلي چې دا مشکوکه ډله يې کله نیولې ده.


په هرات ولایت کې د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса