Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

یو صربي او ۴ کرواتان په وینس کې د غلا په تور نیول شوي

0
یو صربي او څلور کرواتان په وینس کې د قطر د شاهي کورنۍ د درې میلیونو ډالرو په ارزښت د جواهرو «ګاڼو» د غلا په تور نیول شوي دي. دا خبره پرون د کروشیا د کورنیو چارو وزارت وکړه.


دا جوهرات په وینس کې د جنورۍ په میاشت کې د یو څلور میاشتني نندارتون په وروستۍ ورځ غلا شوي وو.


د کروشیا د کورنیو چارو وزارت په وینا یو نیول شوی کروشیايي په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د جواهرو په غلاو کې لاس لري او د غلو له بانډ سره تړاو لري چې «ګلابي پړانګان» یې بولي.


د سویس پولیس هم په ۲۰۱۱میلادي کال کې د اوو میلیونو ایرو په ارزښت د الماسو د غلا په خاطر د دې ډلې په لټه ده.


کروشیايي تورن کسان چې له ۴۳ څخه تر ۶۰ کلونو عمرونه لري، د نوومبر په اوومه نېټه پایتخت ځګریب ته نېژدې نیول شوي او پنځم صربي مشکوک بیا د صربیا سره په پوله نیول شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса