Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

په سومالیا کې پر یوه مشهور هوټل د برید د تلفاتو شمېر ۳۹ ته ورسېد

0
د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې پر یوه مشهور هوټل د برید د تلفاتو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېد.


له دې مخکې پولیسو ویلي وو چې په دې برید کې ۲۲ کسان وژل شوي دي.


تېره ورځ دوه لوی موټري بمونه د شفیع په نوم هوټل او د پولیسو یوه دفتر ته نېږدې وچول شول چې وروسته د هوټل ساتونکو او پولیسو ډزې پیل کړې.


یو بل درې ټایره موټر همدې هوټل ته نېږدې د ګڼې ګوڼې څخه پر یو ډک سړک چاودنه کړې.


د پولیسو یوه چارواکي محمد حسین ویلي، تأییدولای شي چې د دې چاودنو د تلفاتو شمېره ۳۹ تنو ته رسېدلې او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.


د نوموړي په وینا، یو شمېر کسان اوس هم نادرکه دي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه شي.


له القاعده شبکې سره تړلې د الشباب وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса